د خوست او پکتیا خلکو د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټسال ملي لوبډلې د اتلانو هرکلی په بې‌ساري مینې او احساس وکړ. د دغو ولایتونو زرګونه اوسېدونکي د خپلو اتلانو د لیدو لپاره راوتلي وو او د هغوی د لاسته راوړنو نمانځنه یې وکړه.

د لوبډلې د هرکلي ویډیوګانې او انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې پراخ او مثبت غبرګونونه راپارولي دي. ګڼ شمېر افغانانو دا صحنې د «افغان ولس د یووالي، غرور او مینې» ښکلی انځور بللی دی.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس احمدالله وثیق پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د خوست او پکتیا د خلکو دا پراخ هرکلی د ولس او ورزش ترمنځ د پیاوړې اړیکې څرګندونه کوي. نوموړي زیاته کړې، چې دا ملاتړ د افغان اتلانو لپاره د نوې انګیزې او هڅونې سرچینه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي حنیف پښتین په دې تړاو ویلي دي: «کرېکټ، فوټبال، فوټسال او نورې ټولې لوبې اوس د ملتونو لپاره یوازې لوبې نه دي. ملتونه، په ځانګړي ډول افغانان د دې لوبو له لارې د کور دننه د ملي یووالي روحیه پیاوړې کوي او له هېواده بهر د عظمت رتبه ګټي.»

هغه زیاته کړې، چې د خوست او پکتیا د خلکو دا ملي احساس د افغانستان د واقعي ځواک څرګندونه کوي.

د خوست یو شمېر ځوانانو ویلي، د ملي لوبډلو بریاوې هغوی ته د راتلونکي لپاره د هڅونې، باور او وطن‌پالنې الهام ورکوي. یو تن ګډونوال ویلي: «موږ وینو چې زموږ اتلان د نړۍ په ډګرونو کې د افغانستان نوم پورته کوي، دا موږ ته د امید او افتخار احساس راکوي.»

افغانې خبریالې فرحناز فروتن پر اېکس‌پانه لیکلي: «په تېرو شلو کلونو کې هېڅ صحنه د پکتیا او خوست د خلکو د هرکلي په اندازه اغېزمنه نه وه. زرګونه مشاوران، میلیاردونه ډالر او بې‌شمېره ویناوو نتیجه ورنه کړه، تریخ حقیقت دا دی چې د جمهوریت سیاستوالو یو ځل بیا طالبانو ته وبایلله او د افغانستان خلکو ته یې هره ورځ بایلي.»

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر لطیف نظري د افغان ورزشکارانو رول ستایلی او ویلي یې دي: «ورزشکاران د سولې، ورورولۍ او ملي یووالي استازي دي. دوی د ټولنې په یوځای کولو، مثبت فکر خپرولو او د افغانستان د عزت د بېرغ پورته ساتلو کې مهم رول لري.»

هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د ورزش له لارې د افغان ملت یووالی پیاوړی کېږي او د ځوانانو انرژي د سولې، پرمختګ او ملي غرور په لور رهبري کېږي.

د پخواني ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي په دري ژبه لیکلي: «چه کسی می خواهد من و تو ما نشویم ؟» مانا دا چې څوک غواړي چې زه او ته موږ نه شو؟ هغه د خوست او پکتیا ولس ستایلی دی.

پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل په خوست او پکتیا کې د فوټسال د ملي لوبډلې هرکلی د ملي یووالي ژوندی انځور یاد کړی او ویلي یې دي: «دا ولس د غرور ولس دی، نه د تسلیمېدو.»

د ولسي جرګې پخواني استازي کمال ناصر اصولي لیکلي: «موږ د هېواد له هر هغه زوی سره مینه لرو، چې د افغانستان لپاره افتخار راوړي.»

سیاسي شنونکي بسم‌الله تابان بیا ویلي: «که سیاستوال خلکو ته د عادي ژوند اجازه ورکړي، د افغانستان د خلکو دا ډول ښکلی او رښتینی انځور به تل ووینو.»

دا په داسې حال کې ده، چې له خوست او پکتیا مخکې په کابل کې هم د فوټسال د ملي لوبډلې شانداره هرکلی شوی و.

پرون هم په کابل کې د عزیزي سوداګریز ګروپ مشر میرویس عزیزي د افغانستان ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله د یوې غونډې پر مهال وستایله او د یو میلیون افغانیو جایزه یې هم ورکړه.

یاده دې وي، چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د روان کال د لړم په ۹مه نېټه د ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

نور خبرونه

رادیو