د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» اعلان کړی، چې په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي. دغې ادارې په افغانستان کې د تغذیې ناورین په نړۍ کې تر ټولو په بد وضعیت کې یاد کړی دی.
یونېسف د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) پر اېکس پاڼې د یوې افغانې نرسې یوه ویډيو خپره کړې، چې د خوارځواکو ماشامانو درملنه کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق لیکلي: «هره ورځ افغانې نرسانې شاوخوا ۴۰ خوارځواکي ماشومان ګوري او درملنه یې کوي.»
د دوی د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۱ میلیونه نور خوارځواکي ماشومان په شدید ډول له کمزوري وضعیت سره مخ دي.
یونېسف لیکلي، چې د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو له څانګې سره په همکارۍ، دغه نرسانې د خوارځواکو ماشومانو کورنیو ته د درملنې هیله بېرته ور بښي.
دوې ورځې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چې د افغانستان د خوړو ناورین د مېندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
دا اداره وايي، د نړۍوالو مرستو کمېدو او د طالبانو د بندیزونو له امله په هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه بېسارې لوړه شوې او دې وضعیت اوس د انساني ناورین بڼه خپله کړې.

