د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د ۳۰۰ افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو لاسلیک شوی ګډ لیک د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ملاتړو بنسټونو ته استولی او په پاکستان کې د بې برخلیکه خبریالانو د ناوړه وضعیت په اړه یې پکې شکایت کړی دی.
په دغه لیک کې د پاکستان حکومت له خوا د افغان خبریالانو نیولو او اېستلو بهیر د درولو، د هغوی د خوندیتوب او قانونې ملاتړ غوښتنه شوې ده.
په یاد لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د افغان خبریالانو د بشري ویزو، د بیا مېشتېدو او بېړنیو مرستو بهیر دې چټک شي.
د افغانستان رسنیو سازمان له خوا په لېږل شوي لیک کې په پاکستان کې د بند پاتې خبریالانو د ناسم وضعیت په اړه هم شکایت شوی او وايي، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دغو خبریالانو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی.
په لیک کې راغلي:«په پاکستان کې ډېری افغان خبریالان له قانوني اسنادو، ویزو او د خوندیتوب له هر ډول تضمین پرته ژوند کوي او پاکستانی دولت ان د هغوی ویزې هم نه تمدیدوي. دوی هره ورځ د نیونو، شکنجو، باج اخیستنې او اجبارې شړلو له ګواښ سره مخ دي.»
یاد سازمان په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د نه انتقال او د هغوی د دوسیو د ځنډ په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي، یاد وضعیت د خبریالانو کورنۍ له سخت اقتصادي، رواني، ذهني او ټولنیز فشار سره مخ کړې دي.
د افغانستان رسنیو سازمان له خوا ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو ملاتړو سامازمانونو ته په استول شوي لیک کې پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ شوی، چې د پاکستان له حکومت نه د افغان خبریالانو د ایستلو بهیر سملاسي درولو غوښتنه وکړي.
افغان خبریالانو ملګرو ملتونو او د خبریالانو ملاتړو سازمانو ته یاد لیک داسې مهال استولی، چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د شړلو ترڅنګ یو شمېر افغان خبریالان هم نیولي او بنديان کړي دي.

