په هرات کې سرچینې وايي، د طالبانو والي د خدماتو ترلاسه کولو او سوداګریزو مرکزونو ته د ننوتلو لپاره د ښځو لپاره د برقع اغوستل لازمي کړي دي. د نور احمد اسلام جار د نوې لارښوونو له مخې، ښځې به نور د برقع اغوستلو پرته دولتي دفترونو، هټیو، روغتونونو او ادارو ته د ننوتلو اجازه ونه لري.
سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو والي د سېشنبې په ورځ ټولو سیمهییزو ادارو ته امر کړی، چې په ادارو، بازارونو او مارکېټونو کې له برقع پرته د ښځو د داخلېدو مخه ونیسي.
په هرات کې د طالبانو سیمهییزو ادارو بیا تر اوسه د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
برقع هغه پوښښ دی، چې د ښځې ټول بدن ان سترګې هم پټوي.
د طالبانو اداره هڅه کوي، چې دا پوښښ په تدریجي ډول د ښځو لپاره عملي کړي.
دا اقدام د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د قانون د پلي کولو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د دغه قانون له مخې، د طالبانو په نظر ښځې نه شي کولای په عامه ځایونو کې بې حجابه راڅرګندې شي؛ د ښځې غږ «عورت» بلل کېږي او ښځې پرته له محرم څخه د سفر اجازه نه لري.
سرچینې زیاتوي، چې د دې پرېکړې له عملي کېدو وروسته لسګونه ښځې له ساعتونو انتظار وروسته هم ونه توانېدې، چې په هرات کې له خپلو بندیانو سره وګوري او د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د هرات په سیمهییز روغتون کې د هغو ښځو، په ګډون د ډاکټرانو، د ننوتلو مخه ونیوله چې برقع یې نهوه اغوستې.
راپورونه ښيي، چې د طالبانو ځینو سرتېرو یو شمېر ښځې د حجاب د نهاغوستلو له امله وهلې هم دي.
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ويډیوګانو کې ښکاري، چې د ناروغانو او د دوی د ملګرو په ګډون ډېری ښځې د روغتون په دروازه کې درول شوي، په داسې حال کې چې ډېری یې بشپړ حجاب لري او اوږدې جامې یې هم اغوستې دي؛ خو طالبانو یوازې هغو مېرمنو ته اجازه ورکړې، چې برقع یې اغوستې وې.

