د مزار شریف اوسېدونکي: طالبان دې د «روضې» د رغونې لپاره لاس په کار شي

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان په شمال کې یو شمېر اوسېدونکو له طالبانو غوښتي چې د مزار شریف تاریخي زرغون جومات (روضه مبارکه) د زلزلې له زیان وروسته بېرته ورغوي او د دې تاریخي ودانۍ ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې راپورته شوې،چې د دوشنبې په ورځ د ۶،۳ درجې زلزلې له امله د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته نږدې سیمې ولړزېدې، چې پکې لږ تر لږه ۲۶تنه مړه، نږدې زر تنه ټپیان او سلګونه کورونه ویجاړ شول.

شین جومات (روضه) چې د افغانستان له مقدسو او تاریخي ځایونو ګڼل کېږي، د حضرت علي کرم‌الله وجهه د مزار په نوم هم پېژندل کېږي. دا ودانۍ د ۱۵مې پېړۍ په دوران کې د ښکلې معمارۍ، نیلي خښتو او هنري موزاییکونو په مرسته جوړه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د ډلې د لیدنې پر بنسټ، جومات ته د زلزلې له امله ښکاره زیان رسېدلی ځینې خښتې له دیوالونو غورځېدلې او منارې یې درزونه کړې دي.

په مزار شریف کې د یوه پوهنتون استاد سید محمد حسین وایي: «دا جومات د ښار یو مهمه تاریخي نښه او د خلکو د عقیدې او کلتور سمبول دی. له حکومته غواړو چې د رغونې لپاره یې جدي اقدام وکړي.»

د بلخ ولایت یو بل اوسېدونکی، سید بشیر رسا، وایي چې جومات ته جدي زیان رسېدلی او زیاتوي: «په خپل پنځه‌پنځوس کلن ژوند کې مې داسې زلزله نه ده لیدلې.»

تر اوسه د دې تاریخي جومات د رغونې کار نه دی پیل شوی، خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې تخنیکي ټیم به ډېر ژر د زیان کچه وڅېړي او د بیارغونې چارې به پیل کړي.

طالبانو په خپله تېره دوره ۲۰۰۱کال کې د بامیان د بودا دوې سترې مجسمې د «بت‌پرستۍ نښې» بللې او ویجاړې کړې یې وې. خو له ۲۰۲۱کال راهیسې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، طالبان وایي چې د فرهنګي میراثونو ساتنې ته ژمن دي او د بامیان او نورو تاریخي ځایونو د بیارغونې پلانونه لري.

نور خبرونه

رادیو