د طالبانو او پاکستان ترمنځ د درېیم پړاو مذاکراتو له پیل څخه یوه ورځ وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو مسوولینو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له امنیتي پوستو لېدنه کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وازت نن د چارشنبې په ورځ، د لړم ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وازت د سرحدي پولیسو نظامي مرستیال عبدالمنان حسان په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته سفر کړی.
د خبرپاڼې له مخې، یاد طالب چارواکو ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو سرحدي پوستې او کمیساري کتلې او ځايي مسولینو ته یې د چارو د سمون په اړه لارښوونې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پوستو څخه د لېدنې خبر ورکړی، چې سبا په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د استخباراتو د رییسانو په مشرۍ درېیم پړاو مذاکرات پیلیږي.

