د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
یاد سازمان زیاتوي، په زلزله ځپلو سیمو کې د ویجاړو شویو کورونو شمېر له ۹۰ څخه ۴۳۰ ته پورته شوی.
د «ډبلیو ایچ او»په وینا، په سمنګان کې ۱۳ تنه، بلخ کې ۱۲ او په سرپل کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، چې د ځمکې ښوېدنې له امله د مرستو رسونه ستونزمنه شوې، په ځانګړي ډول خُلم او مارمول ولسوالیو ته چې لارې یې د زلزلې له امله بندې شوې دي.
دغه سازمان په خپل راپور کې ټینګار کړی چې د سمنګان او بلخ ولایتونو روغتیایي مرکزونه درملو او تجهیزاتو ته اړتیا لري او باید بېړنۍ مرسته ورسره وشي.

