افغان سوداګرو او ایراني چارواکو د چابهار بندر له لارې پر سوداګرۍ ناسته کړې

۳ ساعتونه مخکې

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د افغانستان او هند لپاره د ایران سفیرانو له افغان سوداګرو سره د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پراختیا په اړه ناسته کړې ده. په یاده ناسته کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، یاده ناسته د چابهار بندر د مدیره پلاوي رییس محمد سعید اربابي په کوربه توب شوې ده.

ایراني رسنیو ویلي، چې په یاده ناسته کې د افغان سوداګرو ترڅنګ په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي او په نوي ډیلي کې د ایران سفیر محمد فتح علي هم ګډون کړی درلود.

په یاده ناسته کې د چابهار بندر له لارې د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراختیا تر څنګ د چابهار په ازاده اقتصادي سیمه کې د ظرفیتونو څېړل، د تولید د ستونزو لرې کول، په سیمه ییزه سوداګرۍ کې د اسانتیا رامنځته کول، د لوژستیکي او بیمې شرکتونو جوړول او د څو ځلې داخلیدو په برخه کې د ویزو د چارو اسانتیا هم تر بحث لاندې راغلي دي.

په کابل او نوي ډیلي کې د ایران سفیرانو د چابهار بندر په مرسته د ایران، افغانستان او هند په ګډون د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او اهمیت ټینګار کړی دی.

په یاده ناسته کې د درې اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا د تګ لارې جوړولو په اړه هوکړه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو