روسیې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د پوکروفسک ښار شاوخوا پر اوکرایني پوځیانو د محاصرې کړۍ نوره هم را تنګه کړې ده. دغه ښار د ترانسپورټ او لوژستیک مهم مرکز دی چې روسي ځواکونه یې له یو کال راهیسې د نیولو هڅه کوي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، جګړه د ویجاړ شوي ښار په کوڅو کې روانه ده او د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی سرتېرو د اوکرایني ځواکونو له حضوره۳۵ ودانۍ پاکې کړې دي.
وزارت زیاته کړې چې روسي ځواکونه د خارکیف ولایت کوپیانسک ښارګوټي ته نژدې پر محاصره شویو اوکرایني ځواکونو د کړۍ تنګولو هڅه هم کوي.
رویټرز وايي نه شي کولای د جګړې دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.
اوکراین بیا ویلي چې د دوی ځواکونه په هېڅ یوه سیمه کې هم نه دي محاصره شوي.
د ژور دولت په نوم اوکرایني څېړنیزې پروژې ویلي چې روسي ځواکونه پوکروفسک ښار او شاوخوا سیمو ته نور هم ننوتي دي، خو لا هم ډېره برخه د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې په «خړ زون» کې ده.
پوکروفسک د جګړې له پیل وړاندې شاوخوا ۶۰ زره اوسېدونکي درلودل، خو ډېری ملکي وګړي له سیمې تښتېدلي دي.
د دغه ښار نیول به مسکو ته دا زمینه برابره کړي چې د کراماتورسک او سلاویانسک پر لور پرمختګ وکړي.
دا هغه دوه لوی ښارونه دي چې لا هم د اوکراین تر کنټرول لاندې دي او روسیه غواړي د دونېڅک سیمه په بشپړ ډول ونیسي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ ومنله چې پوکروفسک تر سخت فشار لاندې دی، خو د هغه پوځ ویلي چې روسي ځواکونه د ښار په هېڅ یوه برخه کې بشپړ کنټرول نه لري.
یو روسي پوځي بلاګر ریبار هم ویلي چې د مسکو نفوذ په ښار کې ورو ورو پراخېږي، خو د هغه په وینا، «د ښار بشپړه تصفیه لا ډېره لرې ده».

