سامیه سولوهو حسن د تنزانیا د ولسمشرې په توګه په یوې غونډه کې لوړه وکړه. هغې ژمنه وکړه، چې په یاد هېواد کې به د تېرې اونۍ د جنجالي ټاکنو په تړاو د روانو خونړیو لاریونونو مخه ونیسي.
نوموړې د نږدې ۹۸سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د تېرې چهارشنبې په ورځ د ټاکنو ګټونکې اعلان شوه. هغې د لوړې مراسمو پرمهال له خلکو وغوښتل، چې د «ارزښتونو ساتنې، یووالي او همکارۍ» ته دوام ورکړي.

