د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر ډیک چېني په ۸۴ کلنۍ کې ومړ

۱ ساعت مخکې

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستیال او په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړې کلیدي ملاتړی ډیک چيني د دوشنبې په ورځ د سینه‌ بغل او د زړه او رګونو ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. د هغه کورنۍ دا خبر د سې‌شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې تایید کړی دی.

چيني، چې یو وخت د وېومینګ ایالت استازی او د دفاع وزیر هم پاتې شوی و، د ولسمشر تر مرستیالۍ مخکې هم په واشنګټن کې یو ځواکمن سیاستوال ګڼل کېده.

له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د مرستیال ولسمشر په توګه، چيني د ولسمشرۍ د واک د پراختیا یو توند پلوی و.

نوموړي باور درلود چې د واټرګېټ د رسوايۍ له پېښې وروسته د ولسمشر واک محدود شوی و او ده هڅه وکړه چې د ولسمشرۍ دفتر ته بېرته ځواک ورکړي.

چيني د ۲۰۰۳میلادي کال د عراق د جګړې یو کلیدي ملاتړی و.

هغه پر دې ټینګار کاوه چې عراق د ډله‌ییزو وژنو د وسلو زېرمه لري، خو وروسته هېڅ ډول داسې وسلې ونه موندل شوې.

هغه د بوش د حکومت له څو لوړپوړو چارواکو، لکه د بهرنیو چارو وزیرانو کولن پاول او کانډولیزا رایس سره اختلافات هم درلودل.

د چيني لور، لېز چيني، هم د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري‌ غوښتونکو استازې وه، خو وروسته یې له ټرمپ سره د مخالفت له امله څوکۍ بایلوده.

ډیک چېني په ۱۹۴۱م کال د جنورۍ په ۳۰ مه د امریکا په نبراسکا ایالت کې زېږېدلی و.

نور خبرونه

رادیو