په فیلیپین کې د «کلمایګي» توپان له امله دوه کسان مړه شوي دي

۴۷ دقيقې مخکې

د فیلیپین د ملي ناورین ادارې ویلي، د سختو بارانونو، توپان او سېلابونو له امله د دغه هېواد مرکزي برخې تر اوبو لاندې شوې دي چې له امله یې لږترلږه دوه کسان مړه او سلګونه زره خلک بې‌ځایه شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د دغه وضعیت له امله تر ۱۶۰ ډېرې الوتنې هم لغوه شوې دي. د فیلیپین د ملکي دفاع دفتر راپور ورکړی، چې شاوخوا ۱۵۶زره کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو