اسراییل پنځه فلسطیني بندیان خوشې کړل

۱ ساعت مخکې

الجزیرې راپور ورکړی، چې اسراییل د اوربند تړون له مخې تازه پنځه فلسطیني بندیان خوشې کړي دي. دغه پنځه کسان چې د دوشنبې په ماښام خوشې شوي، د طبي معایناتو لپاره د غزې د دېر البلاح الاقصی روغتون ته لېږدول شوي.

د اوربند له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې اسراییلي ځواکونو ناپېژانده فلسطیني بندیان خوشې کړي دي. زرګونه نور فلسطینیان لاهم د اسراییل په زندانونو کې بندیان دي. ډېری دغه کسان له کوم جرم پرته په زندانونو کې ساتل کېږي.

له بل پلوه د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د سره صلیب نړۍوالې کمیټې له لارې یې له اسراییل نه د ۴۵ فلسطینیانو جسدونه ترلاسه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو