د چین صدراعظم لي چيانګ د دوشنبې په ورځ له روسي صدراعظم ميخايل ميشوستين سره د لیدنې پر مهال وویل چې بیجنګ غواړي له مسکو سره ګډې امنیتي ګټې وساتي او په مختلفو برخو کې همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
دواړو مشرانو په چینايي ښار هانګژو کې خبرې وکړې.
د روسیې صدراعظم میشوستین په یوه دوه ورځني سفر چین ته تللی، او د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس په وینا، ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ له ولسمشر شي جینپینګ سره هم وګوري.د خبرو تمرکز به پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو وي.
لي چيانګ وویل: «چین او روسیه ښه ګاونډیان او د باور وړ ملګري دي.»
د چین د مرکزي تلویزیون د راپور له مخې، هغه زیاته کړه: « چین چمتو دی چې له روسیې سره د پراختیايي ستراتیژیو همغږي لا پیاوړې کړي او په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخه کړي».
د کرملین دفتر د جمعې په ورځ ویلي وو چې د میشوستین سفر ته «ډېر لوړ» ارزښت ورکوي، خو دا یې نهدي ویلي چې ایا ولسمشر ولادیمیر پوتین به د خپل صدراعظم له لارې شي جینپینګ ته کوم پیغام واستوي که نه.
پوتین او شي په ۲۰۲۲ کال کې د «بېسرحده ملګرتیا» تړون لاسلیک کړی و.
له هغه وخت راهیسې، روسیې د بندیزونو د اغېز کمولو لپاره له چین سره سوداګریزې او د انرژۍ په تړاو اړیکې پیاوړې کړې دي. دغه راز د یوان په اسعارو راکړه ورکړه لوړه شوې او دوه اړخیزه سوداګري تاریخي کچې ته رسېدلې ده.
که څه هم د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ کړکېچ، په ځانګړي ډول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دورې وروسته، د مسکو او بیجینګ ترمنځ سوداګري پیاوړې کړې وه، خو د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو سوداګري راکمه شوې ده.
د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزیر انتون عليخانوف دغه کمښت «بهرنی فشار» او د روسیې په بازار کې له چینایي توکو سره تړلی بللی.
د رویټرز د راپور له مخې، د چین د تېلو دولتي شرکتونو پر روزنېفټ او لوک ایل د امریکا له بندیزونو وروسته د روسیې د سمندري تېلو اخیستل ځنډولي دي.
د چین د سپټمبر میاشتي ګمرکي معلومات ښيي چې روسیې ته د چین د یوانمحوره صادراتو کچه په کال کې ۲۱ سلنه راکمه شوې، خو له روسیې څخه واردات بیا ۳،۸ سلنه ډېر شوي دي.
د یکشنبې په ورځ د روسیې مرستیال صدراعظم دیمیتري چرنېشینکو او د چین مرستیال صدراعظم هي لیفینګ په نینګبو ښار کې د ګډې کمېټې د غونډې مشري وکړه، چې د مسو او نېکل د صادراتو د زیاتوالي او کرنیزو محصولاتو ته د پراخ لاسرسي یادونه پکې وشوه.

