د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې هغه د سوریې ولسمشر ته د برلین د سفر بلنه ورکړې ده. ښاغلي مېرڅ ویلي، چې د سوريایي کډوالو اېستل به د الشرع سره د هغه د ناستې یو له اصلي موضوعاتو څخه وي.
مېرڅ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: «البته موږ به په جرمونو د ککړو سوریایي پناه غوښتونکو اېستلو ته دوام ورکړو. دا زموږ پلان دی. موږ به اوس دا په خورا مشخص ډول پلي کړو.»
هغه زیاته کړې، د سوریایي کډوالو د منلو پالیسي باید پای ته ورسېږي؛ ځکه چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې او د هغه هېواد د وګړو لپاره په جرمني کې د پناه غوښتنې کوم دلیل نهشته.

