بنیامین نتنیاهو: په غزه کې به هېڅ بهرني ځواک ته د ځای‌پر‌ځای کېدو اجازه ورنه‌کړل شي

۱۳ ساعتونه مخکې

د اسرایيل لومړي وزير ويلي، دغه هېواد به هېڅ بهرني ځواک ته اجازه ورنه‌کړي چې د غزې د امنیت لپاره په دې سيمه کې ځای‌پر‌ځای شي. له دې څرګندونو سره سم، د غزې د وضعیت او د سيمې د راتلونکي د ارزونې لپاره د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه په استانبول کې پيل شوې.

نتنياهو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) د پوځ له لوړپوړو افسرانو سره د لېدنې پر مهال وويل: «د ترکیې په ګډون هېڅ یو بهرنی ځواک به د غزې په سيمه کې شتون و نه لري.»
هغه ټينګار وکړ، چې د اسرایيل امنیت به د دې هېواد د پوځ په لاس کې پاتې شي او په عین وخت کې یې زیاته کړه: «اسرایيل به وټاکي چې کومو نړۍوالو ځواکونو ته به د غزې سيمې ته د ننوتلو اجازه ورکړي او کومو ته اجازه ورنکړي.»
ترکيې چې د اسرایيل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې په رامنځته کولو کې رول درلود، د اوربند د پلي کولو د څار نړۍوال ځواک کې د ګډون لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړی و او ويلي یې و، چې د دوی ځواکونه کولای شي د پوځي او يا هم غېرپوځي په بڼه فعالیت وکړي.

نور خبرونه

رادیو