د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو په څه باندې ۴ کلنې واکمنۍ کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۶۴۰ پېښې ثبت کړي او په دې منځ کې پاکستاني پوځ ته منسوب برید کې د دوو خبریالانو په ګډون ۵ خبریالان وژل شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) خپره کړې ویلي، د طالبانو په واکمنۍ کې (د ۱۴۰۰ د زمري له ۲۴مې څخه د ۱۴۰۴ د زمري تر ۲۴مې پورې) شاوخوا ۲۶۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم نیول شوي دي.
د دغه مرکز په باور، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت کلتور، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې له زیاتېدونکو ګواښونو، فشارونو او محدودیتونو سره یوځای د ټولنې او هېواد د پرمختګ لپاره زیانمنې پایلې لرلي دي.
دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو او رسنیو بنسټیزو حقونو ته د درناوي ترڅنګ د خبریالانو او د رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د جرمونو د قربانیانو لپاره د عدالت په پلي کولو کې لازم اقدامات وکړي.
د خبریالانو مرکز همداراز له طالبانو غوښتي: «د هغو کړنلارو په لغو کولو سره چې د رسنیو ازادي یې په بې ساري ډول محدوده کړې، اجازه ورکړي څو هر خبریال په ازاده توګه له خپلو حقونو څخه ګټه واخلي او وکولای شي پېښو ته پوښښ ورکړي او حقایق بیان کړي.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي: «په داسې حال کې چې د هېواد دننه د رسنیزو او خبریالي فعالیتونو ځپنې لا پراخې شوي، د بهر مېشتو خبریالانو پر ضد د دروغو معلوماتو خپرولو او انلاین بدنامۍ له لارې د واکمنې ادارې تبلیغاتي کمپاینونه دوام لري.»
فېسبوک کمپنۍ (میټا پلټفورم) په دې وروستیو ورځو کې د یو شمېر هغو افغان خبریالانو اکونټونه چې له هېواده بهر د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارو د افغانانو د حقایقو، ستونزو او انساني وضعیت غږ نړۍ ته رسوي بند کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو لهمخې، له ۲۰۰۱ زېږیز کال (۱۳۸۰ هـ ل) راهیسې تر دې دمه د ۲۰ښځينه خبريالانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او په وینا یې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت کلتور له امله، له دې ډلې په شاوخوا ۹۰ سلنه پېښو کې قانون او عدالت نه دی پلي شوی.

