د خیبرپښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالۍ په دوابه سیمه کې د پولیسو پر موټر د ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکو په چاودنه کې د یو پولیس افسر په ګډون درې تنه ټپیان شوي.
بل خوا د پاکستان امنیتي ادارې وايي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د وسله والو د ننوتلو هڅه یې شنډه کړې ده.
د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې پيښې د شنډولو پرمهال یې یو وسله وال وژلی چې د پکتیکا ولایت اوسېدونکی دی.

