د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت د پای ته رسولو له نړۍوالې ورځې سره سم، د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت وایي، چې دغه هېواد له افغان خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.
یاد سفارت د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) په خپل اېکس کې زیاته کړې، هر خبریال ته باید اجازه ورکړل شي، چې پرته له وېرې حقیقت ووایې.
برېتانیا همداراز په ډاګه کړې: «د یوې ښې راتلونکي د جوړولو لپاره حقونه، شمولیت او درناوی اړین دي.»
د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت د پای ته رسولو له نړۍوالې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي، چې په کور دننه خبریالان له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د طالبانو تر سخت څار او شدید سانسور لاندې کار کوي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په موده کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۶۴۰ پېښې ثبت شوي ۵ خبریالان وژل شوي دي.
ویل کېږي، هر کال د نومبر دویمه په ټوله نړۍ کې د خبریالانو او مطبوعاتو د ودې او کاري خوندیتوب په موخه نمانځل کېږي.

