تارړ: د ګډې څارنې میکانیزم طالبان د پاکستان ضد جنګیالیو خلاف په اقدام کولو مکلفوي

۸ ساعتونه مخکې

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي، د ګډې څارنې او تصدیق میکانیزم له رامنځته کیدو وروسته به کابل مسوول وي، چې په خپله خاوره کې د هغو جنګیالیو پر ضد اقدام وکړي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. نوموړي د طالبانو اداره «مات رژیم» وباله.

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون په "نوی پاکستان" پروګرام کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د استانبول په خبرو کې د څارنې میکانیزم په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د تیرو څو ورځو پر فعالیتونو به بیاکتنه شي او د ګډ میکانیزم په اړه میتودونه به تر بحث لاندې راشي.

نوموړي وویل، چې طالبان د پاکستان پرضد بریدکوونکو خلاف په اقدام کولو مسوول دي.

د نوموړي په وینا، دا به د اسلام اباد لپاره یو اضافي فورم وي چې شواهد وړاندې کړي او طالبان اقدام وکړي او که ویې نه کړي، جزا به ورکړل شي.

یاد پاکستانی وزیر وايي، چې که اقدام ونه شي او وضعیت ډېر جدي وي، پاکستان طالبانو ته د ځواب ورکولو حق لري.

هغه وویل، چې اسلام اباد پر کرښه د جنګیالیو د ورسپارلو غوښتنه کوي.

هغه د طالبانو اداره د «مات رژیم» په نامه ونوموله چې پر افغانستان بشپړ کنټرول نه لري.

تارړ وايي، په طالبانو کې څو ډلې دي، خو د پاکستان ملکي او پوځي ادارې په خپلو کې همغږي لري.

نور خبرونه

رادیو