د طالبانو د عامې رورغتیا وزارت ویلي، چې په کابل کې د زړه ناروغیو درملنې سل بستریز روغتون جوړولو د لومړنیو چارو په موخه یې د اسیا پراختیايي بانک له استازو سره ګډه ناسته کړې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، تمه ده چې د اسیا پراختیايي بانک د کابل ښار په میر واعظ سیمه کې د زړه ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن د یاد روغتون جوړولو د لومړنیو چارو په موخه د اسیا پراختیايي بانک له استازو سره کتلي دي.
طالبان وايي، په یاده ناسته کې یې د اسیا پراختیايي بانک له استازو سره د روغتون د جوړولو په برخه کې د هر اړخیزي همکارۍ په موخه تخنیکي کمېټې هم ټاکلې دي.
طالبانو په کابل کې د د زړه ناروغیو درملنې سل بستریز روغتون د جوړولو د عملي چارو د پیل د کره نیټې په اړه څه نه دي ویلي.

