طالبان وايي سږکال به د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې د املوکو ۴۱۹۴ ټنه حاصلات راټول شي

۱۲ ساعتونه مخکې

په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې سږکال به د ننګرهار په دیارلس ولسوالیو کې د سرو املوکو له بڼونو څخه ۴۱۹۴ ټنه حاصلات ترلاسه شي.

په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن ویلي، چې د یاد ولایت په بهسود، دره نور، ګوشتې، سره رود، خوږیاڼیو، بټي کوټ، اچین، چپرهار، پچیراګام، حصارک، شېرزاد، کامې او شینوارو ولسوالیو کې پر ۱۰۲۶،۵ جریبه ځمکه د سرو املوکو بڼوڼه جوړ شوي دي او تمه لري، چې سږکال له یادو بڼوڼو څخه ۴۱۹۴ ټنه د املوکو حاصلات ترلاسه شي.

په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې تېرکال پر ۴۵۳،۵ جریبه ځمکه د سرو املوکو بڼونه جوړ شوي وو او ۱۸۱۴ ټنه حاصلات یې ترې ترلاسه کړي وو.

نور خبرونه

رادیو