طالبان: په یوه ورځ کې نږدې ۱۶ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي

۱ ساعت مخکې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو کمېسیون وايي، د یکشنبې په ورځ له بېلابېلو لارو ۲۸۵۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۱۵۵۹۷ کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون په وینا، له دغو کورنیو نږدې ۱۲۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د یکشنبې په ماخوستن (د لړم ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د سپین بولدک له لارې ۱۲۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۰۰ تنه کېږي هېواد ته راستنې او ۴۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۶۲ و، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د تورخم له لارې ۱۲۰۴ کورنۍ چې ۶۴۹۵ تنه کېږي هېواد ته راستانه او له دې منځه بیا ۸۹ کورنۍ یې خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز زیاته شوې، چې د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۳۲ کورنۍ چې ۱۹۳۹ تنه کېږي، هېواد ته راستانه او له منځه یې بیا ۱۲۳ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د هرات د اسلام کلا له لارې ۵۵ کورنۍ چې ۲۰۱ تنه کېږي، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۴۲ کورنۍ چې ۱۶۲ تنه کېږي او همداراز ورسره ۱۱۷۴ نور مسافر خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو کمېسیون وايي، په نیمروز (ورېښمو لار) او ننګرهار (تورخم) کې راستنو شویو افغانانو ته د ثبت بهیر، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، اسلامي نظام، هېواد، صبر او زغم، د ښوونې او روزنې او د شریعت د لارښوونو په ګډون عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

د دغه کمېسیون په وینا، دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو