نن (د اکټوبر ۳۱مه) د ښارونو نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ له ۲۰۱۳ کال راهیسې نمانځل کېږي او موخه یې دا ده، چې د ښاري ژوند په اړه د مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا سربېره هغه ننګونو ته هم پام وشي چې په ښارونو کې د وګړو د ډېرېدو له امله رامنځته کېږي.
ملګري ملتونه وايي، د ښاري ژوند له پراخېدو سره خلک په ښارونو کې له بېوزلۍ، نا انډولۍ او بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي. د ۲۰۲۵کال لپاره د ښارونو د نړۍوالې ورځ شعار دا دی، چې څنګه ټېکنالوژي او ډیټا کولای شي په ښارونو کې د خلکو لپاره ژوند اسانه کړي.
افغانستان هم د هغه هېوادونو په کتار کې راځي، چې ورځ تر بلې پهکې خلک د بېلابېلو لاملونو له کبله ښاري ژوند ته مخه کوي. ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې ورځ تر بلې ښاري ژوند مخ په پراخېدو دی.
وړاندې د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پرمختیا ادارې ویلي و، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې ښاري ژوند په پراخېدو دی او تر راتلونکي ۲۰۶۰ زېږدیز کاله پورې به ۵۰سلنه افغانان په ښارونو کې ژوند کوي.
دغه سازمان ویلي، ۱۹۵۰کال کې له هرو شلو کساو یو افغان ښار کې اوسېده؛ خو دغه شمېر اوس هرو څلور کسانو کې یو ته رسېدلی دی. یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ښارونه لا هم د بدلون لپاره په بشپړه توګه چمتو نهدي او د ناقانونه ملکیتونو ودانول او پراخېدل یې پر وړاندې له سترو ننګوونو څخه دي.
د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پرمختیا ادارې همداراز ویلي و، چې ښاري کېدنه باید د مثبت بدلون اړخ وګرځی؛ نه دا چې یو ناورین رامنځته کړي او باید د ستونزو حل لارې وموندل شي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ تر ۲۰۵۰ کاله پورې به د نړۍ ۷۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي، چې له دې امله به د نورو ستونزو ترڅنګ د اقلیم بدلون په برخه کې هم لویې ننګونې رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۳کال د اکټوبر ۳۱مه د ښارونو د نړۍوالې ورځې په توګه ونوموله.

