نبي عمري نیوکه کړې چې په ډېرو سیمو کې ځنګلونه پرې کېږي او په دایمي ډول له منځه وړل کېږي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وايي، چې په ډېری سيمو کې ځنګلونه اره کيږي، چې په دې ډول قطع کولو سره بوټي بېرته نه راشنه کيږي او ځنګلونه په دايمي ډول لمنځه وړل کيږي.

د هغه په وینا، ځنګلونه ملي شتمني ده او ټول یې د ساتلو مسوولیت لري.

د طالبانو د ننګرهار ولایت د والي رسنیز دفتر د شنبې په ورځ ( د لړم ۱۰مه) وویل، چې د ننګرهار ولایت په کوربه‌توب د ختیځ زون په کچه لوړ پوړو طالب مسوولينو او قومي مخورو د ځنګلونو ساتنې او بيا احياء کولو په موخه غونډه وکړه.

دې غونډې ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وويل، چې د ځنګلونو ساتنې په موخه به د شنې قطعې ترڅنګ ځوانان پر دنده وګماري، ترڅو له يو خوا کاري فرصت رامنځته شي او له بل پلوه د ځنګلونو ساتنه وشي.
نوموړي همدا راز وويل، چې د خپلو ولسونو ستونزې او اړتياوې یې هم په نظر کې نيولي او د ځنګلونو ساتنې ترڅنګ به دوی ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

په همدې حال کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير عطاءالله عمري وويل: « زمونږ پلرونو او نيکونو راته شنه او پراخه ځنګلونه په ميراث پريښي دي، راځئ چې مونږ هم خپلو راتلونکو نسلونو ته دغه ملي شتمني په ښه بڼه وساتو...»

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې د اوسېدونکو شکایتونه دا دي، چې په ځینو سیمو کې ځنګلونه د نامعلومو کسانو له خوا اره کېږي او بیا بهر ته قاچاق کېږي.

نور خبرونه

رادیو