د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، په میاشتنې ډول یې د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول کړي، چې له مخې یې په تلې میاشت کې د خوراکې توکو په بیو کې ۲،۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
یادې ادارې ویلي، چې دا زیاتوالی ۲،۷ سلنه د لبنیاتو، ۱۳،۱ سلنه د وچو او تازه مېوو او ۲،۵ سلنه د مسالو په بیو کې راغلی دی. خو د خوراکي توکو د بیو د زیاتوالي د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

