د طالبانو د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، چې له دغه ولایت څخه نړیوالو بازارونو ته د لاسي اوبدل شویو غالیو صادرات د پام وړ زیات شوي دي.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهيسې تر دې دمه د ۲۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال له هرات څخه یوازې د ۱۵۵ زرو ډالرو په ارزښت غالۍ نړیوالو بازارونو ته صادرې شوې وې.
دغو شمېرو ته په کتو، د هرات د لاسي اوبدل شویو غالیو صادرات سږکال د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۱۶ زره ډالره زیاتوالی ښيي، چې د دغه ولایت د لاسي صنایعو د بیا ودې او نړیوالو بازارونو د پاملرنې څرګندونه کوي.

