په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعید ویلي چې د دغه ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره شپږ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې پر درې زره جریبه ځمکه د کډوالو لپاره د نمرو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
طالبانو ویلي، چې د ځمکو وېش به په شفافه او عادلانه توګه د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ ترسره شي.

