د بشري حقونو د څار سازمان «ههنګاو» د راپور له مخې، ایران د دوو افغانانو په ګډون ۹ کسان اعدام کړي دي.
د راپور په وینا، یاد دوه افغانان د «جنسي تېري» په تور د مرګ په سزا محکوم شوي وو.
ههنګاوسازمان په خپل راپور کې ویلي، چې یاد افغانان د چهار شنبې په ورځ د ایران کرج په قزل زندان کې اعدام شوي، خو د هغوی د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
تردې وړاندې د ههنګاو سازمان ویلي و، چې ایران یوازې په سپټامبر میاشت کې د ۱۰ افغانانو په ګډون ۱۸۷ کسان اعدام کړي دي.

