د طالبانو د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ له یو شمېر ځوانانو سره د ازبکي ژبې د کلتور، تاریخ او ټولنیز مقام د درناوي په موخه فرهنګي نندارتون جوړ شوی دی.
په دې نندارتون کې د نقاشۍ او خطاطۍ بېلابېل اثار، همدارنګه محلي خواړه نندارې ته وړاندې شول.
د بلخ ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې جوړ شوي پروګرام کې یو شمېر شاعرانو او ځوانانو خپل نظمونه په ازبکي ژبه ولوستل.
دوی لیکلي، چې د دغه پروګرام د جوړولو موخه د ازبکي ژبې ژوندي ساتل او د ځوان نسل د دې ژبې زدهکړې ته هڅونه ده. هغوی دغه ډول فرهنګي پروګرامونه د افغانانو ترمنځ د یووالي او همپالنې په پیاوړتیا کې اغېزمن بللي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدالله ضرار ویلي، چې ازبکي ژبه نه یواځې د اړیکو وسیله ده، بلکې د افغانستان د ازبک قومونو د فرهنګي او تاریخي هویت مهمه برخه ده او دغه ډله د هېواد ټولو قومونو، ژبو او فرهنګونو ودې ته ژمنه ده او د ودې او پرمختګ زمینه یې ورته برابره کړې ده.

