د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د استانبول په ناسته کې دوی د خپل دايمياصولي دريځ په رڼا کې د ديپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غوښتی.
نوموړي ویلي، د نورو ګاونډيانو سره د ښو اړیکو په څېر د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې له پاکستان سره هم مثبتي اړیکې غواړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په استانبول کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو د پای ته رسېدو سره سم ویلي، چې په دې ناسته کې د خپل دريځ سره سم د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غواړي.
نوموړي ویلي، د قطر او ترکیې په غوښتنه ټينګار شوی، چې دواړه خواوي به «دوه اړخیزې د درناوي مثبتو اړیکو، یو د بل په کورنیو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د ګواښ نه کولو اصولو ته ژمن وي.»
مجاهد د استانبول خبرې یوه پېچلې پروسه یاده کړې او لیکلي یې دي: «بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسایل به تر ارزونې او بحث لاندې نیسي.»

