د پاکستاني طالبانو غورځنګ اعلان وکړ، چې ددغه غورځنګ پخوانی مرستیال او د هغه ښی لاس قوماندان دواړه په باجوړ کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي، چې د ټي ټي پي د رهبرۍ غړی قاري امجد چې په مفتي مزاحم مشهور و، د پنجشنبې په سهار د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې وژل شوی.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اکټوبر په ۲۹-۳۰ نېټه یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه عملیات ترسره کړي او په یادو عملیاتو کې یې د ټي ټيپي د رهبرۍ غړی قاري امجد چې په مزاحم مشهور و له درې نورو پاکستاني طالبانو سره وژلی دی.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاري امجد په افغانستان کې پټنځای درلود او په پاکستان کې یې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.
د پاکستان پوځ ویلي، چې د قاري امجد پر سر یې پنځه میلیون کالدارې انعام هم ایښی و.
پاکستان ویلي، چې قاري امجد یې د «عزم استحکام» عملیاتو پر مهال وژلی دی.
بل خوا تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قاري امجد او د هغه د یښي لاس قوماندان یاسر د وژل کېدو پخلی کړی دی.

