اصف درانی: طالبان دې د «ټي ټي‌ پي» او پاکستان ترمنځ یو غوره کړي

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې طالبان دي‌ د «ټي ټي‌ پي» او پاکستان ترمنځ یو انتخاب کړي.

هغه زياته کړې، دا ناممکنه ده، چې دوی دي هم له پاکستان سره ښه اړېکې وساتي او هم د پاکستاني طالبانو تحریک ملاتړ وکړي.

اصف دراني د پنجشنبه په ورځ (د لړم ۸مه) پر خپله اېکس پاڼه په استانبول کې د پاکستان او طالبانو د خبرو بیا پیل مثبت پرمختګ یاد کړی.

هغه زياته کړې: «د خبرو بیا پيل دا ښيي، چې پاکستان د شخړې د هوارولو په برخه کې نرمي‌ لري.»

نوموړي افغان طالبانو ته په پيغام کې ویلي «دا خبره باید په ښکاره توګه روښانه وي، هغوی باید د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب وکړي، دا نشي کېدلی چې له یوې خوا د پاکستان سره ښه اړیکې جوړي کړې او له بلې خوا د ټي ټي پي ملاتړ وکړي.»

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان پلاوي یو او بل د همدې خبرو کې د خنډ او ځنډ لامل بولي.

پاکستان له طالبانو غواړي، چې د پاکستان تحریک طالبان له ملاتړه لاس واخلي او د افغانستان خاوره دي د دوی په وړاندې نه کاریږي؛ خو طالبان بیا وايي، چې ټي ټي پي په پاکستان کې ده او دوی نه شي کولی هلته اقدام وکړي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو په وار وار ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا په وړاندې نه کارول کیږي.

نور خبرونه

رادیو