د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزې کمېټې غړی ذکیم خان وزیر وايي، چې نن مازدیګر علي وزیر د سند له سکهر زندان څخه نامعلوم ځای ته وړل شوی.
هغه زیاته کړې، علي وزیر ته د زیان رسولو مسولین د سند حکومت او د پاکستان استخباراتي ادارې دي.
ذکیم خان وزیر د پنجشنبه په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تر اوسه معلومه نده، چې علي وزیر چیري وړل شوی دی.
نوموړي له ټولو ملګرو غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې ګډ غږ پورته کړي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی او د پښتون ژغورنې مخکښ غړی علي وزیر تېر کال د اګسټ په میاشت کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی او لاهم په زندان کې دی.
څه موده وړاندې د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا سیمهییز دفتر ویلي و، چې د پښتون ژغورنې مخکښ غړی علي وزیر له یو کال راهیسې له عادلانه محکمې پرته «ناحقه» زنداني دی.

