د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې ګواکي په ترکیه کې طالب پلاوي ویلي، چې «ټي ټي پي» په اصل کې هغه پاکستاني کډوال دی چې اوس بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
نوموړي زیاته کړې، دا یو عجیبه منطق دی او دا توجیبه ښيې، چې افغانستان نیت سم نه دی.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبه په ورځ (د لړم ۸مه) پر اېکس پاڼه د یوې پوښتنې په ډول لیکلي: «ایا کډوال خپلو کورونو ته د تګ پر مهال په درنو او خطرناکو وسلو سمبال د عمومي لارو پر ځای په غرونو کې له سختو لارو پاکستان ته داخليږي؟.»
د نوموړي په خبره، دا ډول توجیه ثابتوي، چې افغانستان ښه نیت نه لري او په دې موضوع کې هیڅ رښتنی اخلاص نه لري.
د طالبانو پلاوي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
مخکي د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تونده لهجه ویلي و، چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کلونه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو تورونه وزغمل؛ خو نن یاده ډله د پاکستان پر ضد له هند او اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.
هغه دا هم ویلي وه، چې که توندلارې ډلې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته راننوځي او وینه توی کړي، نو اسلام اباد حق لري چې د افغانستان خاورې ته ننوځي.
د نوموړي ورته څرګندونې له سختو غبرګونو سره مخ شوي، نن د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان او د دې ډلې وروستیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي چې پاکستان خپلې تېروتنې په افغانستان اچوي او له افغانستان څخه غچ اخلي چې دا یوه لویه تېروتنه ده. هغه ویلي چې هره ستونزه د خبرو له لارې حل کیدلای شي.

