د پاکستان لوی درستیز په پېښور کې له قبایلي مشرانو سره غونډه کړې

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر پېښور ته د خپل سفر پرمهال له قبایلي مشرانو سره لېدنه کې له ګاونډیانو سره پر سوله ییزو اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګري د زغم وړ نه ده».

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۸مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عاصم منیر پېښور ته د سفر پرمهال له قبایلي مشرانو سره په غونډه کې ګډون کړی دی.

عاصم منیر له قبایلي مشرانو سره د لېدنې پرمهال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان سره پر سوله ییزو اړیکو ټینګار کړی دی.

د پاکستان پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې د عاصم منیر له قوله ویلي چې«پاکستان تمه لري له ټولو ګاونډیانو سره په ځانګړې توګه افغانستان سره سوله ییزې اړیکې ولري خو د له افغان خاورې څخه د پاکستان په سرحدي سیمو کې ترهګرې ورته د زغم وړ نه ده.»

د پاکستان د پوځ مشر یوځل بیا افغان طالبان له ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو سره پر همکارۍ کولو تورن کړي او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې د یادو ډلو پر ضد کلک ګامونه پورته کړي.

نوموړي له قبایلي مشرانو سره ژمنه کړې، چې د خیبرپښتونخوا ایالت به له ترهرګرو پاک کړي.

نور خبرونه

رادیو