د ترکیې او قطر په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان د مزاکراتو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه»
په اعلامیه کې راغلي، د سرغړونې پر مهال به د جریمې ټاکلو لپاره د څارنې او تصدیق یو ګډ میکانیزم جوړ شي.»
د طالبانو او پاکستان د خبرو د پایلې په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د اوربند د پلي کېدو نور جزیات به د همدې کال د نومبر په ۶مه په استانبول کې د دواړو لوریو د مشرانو په کچه غونډه کې وڅېړل شي او پرېکړه به پرې وشي.
د استانبول دغه ناستې شاوخوا پنځه ورځي وخت ونیوه چې په دواړو لورو کې یې ديرې ناندرۍ راپارولې وې.
په اعلامیه کې ترکیې او قطر د منځګړو هېوادونو په توګه د دواړو لوریو د فعالې ونډې ستاینه کړې او د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د دواړو هېوادونو سره د همکارۍ ژمنه کوي.
په استانبول کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې.
وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د استانبول په ناسته کې دوی د خپل دايمياصولي دريځ په رڼا کې د ديپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غوښتي.
نوموړي ویلي، چې دوی د نورو ګاونډيانو سره د ښو اړیکو په څېر د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې له پاکستان سره هم مثبتي اړیکې غواړي او د دوه اړخیز درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د گواښ نه رامنځ ته کولو په اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی.

