د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان او افغانستان وروستیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي چې پاکستان خپلې تېروتنې په افغانستان اچوي او له افغانستان څخه غچ اخلي چې دا یوه لویه تېروتنه ده. هغه ویلي چې هره ستونزه د خبرو له لارې حل کیدلای شي.
حقاني د پنجشنیې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزه دومره لویه نه ده چې یو بل ته باید لاس په ماشه شي. د هغه په وینا چیرته چې د خبرو ګنجایش وي هلته جګړې ته اړتیا نه پاتې کیږي.
حقاني خپلو خبرو کې سل کلن توافقات یاد کړل چې پاکستان ورته لمن وهي او ویې ویل: «که په حقوقي لحاظ موږ هغو مسایلو ته ورځو بیا به نه پاکستان پاکستان وي او نه به دا زموږ لوی افغانستان چې کوم دی، دا افغانستان له پاکستان سره په هغه اعتماد باندې بیا کرار پاتې شي.»
حقاني وویل چې دا ناسمه ده چې پاکستان وایي د دوی کورنۍ ناامني د طالبانو له امله ده.
په دې تړاو هغه وویل چې په ۲۰۰۳ کال کې د پاکستان د غلطې پالیسې له امله قبایل یې پروړاندې راپورته شول او د تحریک طالبان پاکستان په شمول نور تحریکونه یې وزیږول چې پاکستان کې یې ډېرې پېښې رامنځته کړې.
حقاني زیاته کړه چې پاکستان ته یې په بېلابېلو مجلسونو کې ویلي چې خپلې ستونزې دې د کور دننه حل کړي. هغه پاکستان ته خبرداری ورکړ چې خپلې ستونزې دې افغانستان ته نه راوړي کنه ګرانه به ورته تمامه شي.
هغه وایي چې د ډیورنډ کرښې باندې بریدونه د پاکستان ستره تېروتنه وه او دی پرې افسوس کوي.
هغه ویلي چې که افغانستان خلک دننه په کور کې له یو بل سره ستونزي لري خو بهرنیو متجاوزینو ته یو دي.
نوموړي وویل، چې د خپل حریم دفاع یې لومړیتوب دی.
حقاني دې غونډې ته وویل په دوحه او ترکیه کې چې کومې خبرې روانې دي پاکستان ښه پوهیږي چې ستونزه یې خپله ده او حل لار ورته لري خو دوی په دې نه پوهیږي چې ولې یې پر دوی (طالبانو) ورتپي.
حقاني یو ځل بیا ټيټيپي د پاکستان کورنۍ ستونزه وګڼله او بیا یې وویل چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه استفاده کیږي.

