صالح وايي د پاکستان دفاع وزیر باید له افغانانو، کرزي، اشرف غني او ده بښنه وغواړي

۴ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه خبرې له تشو شعارونو او تبلیغاتي ژبې ډکې دي.صالح وايي، د پاکستان دفاع وزیر باید له افغان ولس، حامد کرزي، اشرف غني او ده بښنه وغواړي.

صالح د اصف خبرې اوږدې او تشې یادې کړي او پوښتلي یې دي چې هغه د دفاع وزیر دی او که د تبلیغاتو.

امرالله صالح د چارشنبې پر ورځ د لړم ۷مه، پر اېکس پاڼې د خواجه اصف څرګندونو ته لیکلي: «څومره اوږدې او تشې خبرې! دا د دفاع وزیر دی او که د تبلیغاتو مشر؟ د دفاع وزیران خو هغه کړنې کوي چې پخپله خبرسازې شي او سرټکي جوړ کړي، نه دا چې یوازې خبرې او بیانونه ورکړي».

صالح زیاته کړې، چې د کویټې شورا او د پاکستان د پوځ ترمنځ روانه شخړه یوه زړه‌راښکونکې ننداره ده او خوند ورکوي چې پاکستان ته د کویټې شورا یادونه وکړي.

هغه له پاکستان څخه غوښتي چې د طالبانو د ملاتړ په اړه خپل اعترافونه څرګند کړي.

صالح پوښتنه کړې: «ایا وخت نه‌دی رارسېدلی چې اعتراف وکړئ څنګه مو له طالبانو سره مرسته وکړه، ولې مو مرسته وکړه، څومره مو مرسته وکړه، څومره کسان مو وروزل، ولې د هغوی د روزنې ویډیوګانې نه شریکوئ، ولې د هغوی کاروبارونه او ودانۍ چې ستاسې په ښارونو کې دي، نه ښیئ؟»

د پاکستان دفاع وزیر په خپل وروستي اېکس پوسټ کې طالبان د ۲۰۰۱ کال په څېر د تورې بوړې غارونو کې په ایسارولو ګواښلي دي، خو د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د تورې بوړې په غارونو کې د القاعدې جنګیالي او بن لادن پټ وو او د شنونکو په باور، طالبان پاکستان ته په ازادانه ډول لاړل.

خواجه محمد اصف ویلي، پاکستان د خپلو وروڼو هېوادونو په غوښتنه له طالبانو سره د سولې د هڅو لپاره خبرو ته تیار شو، خو د طالبانو د چارواکو «زهرجنې او بې‌ ځایه څرګندونې» د هغوی « د درغلګر او تجزیه‌ شوي ذهنيت» څرګندونه کوي.

هغه زیاته کړې: «پاکستان ته دا اړتیا نشته چې د خپل پوځ له بشپړ ځواک یوه کوچنۍ برخه هم وکاروي.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، « موږ کولی شو د طالبانو رژیم بشپړ له منځه یوسو او هغوی بېرته غارونو ته ور وتمبوو، که دوی وغواړي، د تورې بوړې د ماتې تکرار به د سیمې خلکو ته د نندارې وړ صحنه وي».

د پاکستان دفاع وزیر د «امپراتوریو هدیرې» اصطلاح ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان ځان امپراتوري نه ګڼي، خو افغانستان یې «د خپلو خلکو هدیره او د امپراتورانو د لوبغالي» په نوم یاد کړی.

خو صالح د خپل پوسټ په پای کې اصف ته په خطاب کې لیکلي: «له تاریخي بارونو ځان خلاص کړئ، څو د راتلونکي اوږد سفر لپاره مو اوږې سپکې شي.»

نور خبرونه

رادیو