د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا او سویلي کوریا ترمنځ د سوداګرۍ یو تړون شوی دی. د تړون په اړه د ټرمپ له څرګندونو سره سم، د سویلي کوریا د پولي واحد (وون) ارزښت د ډالر پر وړاندې لوړ شو.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تړون شوی دی؟ وویل: «هو، موږ تړون کړی، موږ تړون ته رسېدلي یو.»
هغه دا خبرې د سویلي کوریا د ولسمشر لي جاي میونګ له لوري د کوربهتوب په ماښامنۍ کې وکړې.
ټرمپ وروسته زیاته کړه: «موږ خپل تړون جوړ کړی او تقریباً وروستی کړی مو دی.»
خو هغه د تړون جزییات نهدي ورکړي.
رویټرز لیکلي که تړون نه وای شوی، نو د سویلي کوریا د موټرو او فولادو جوړوونکي به اړ شوي وای چې د امریکا ۲۵ سلنه ګمرکي مالیه ورکړي.
د جنوبي کوریا چارواکو ویلي، دواړه هېوادونه لا هم د ۳۵۰ میلیارده ډالرو د پانګونې د کڅوړې د نغدي برخې پر سر «ژور اختلاف» لري، ځکه سویلي کوریا هڅه کوي د نغدو پیسو اندازه راکمه او د پورونو او پور تضمینونو ونډه زیاته کړي.

