تورخم ته نږدې د خیبربښتونخوا په لنډي کوتل بازار کې ځایي خلکو د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو په غبرګون کې لاریون کړی. لاریونوالو له ځنډ پرته د تورخم او پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره د پاکستان د ټولو لارو د خلاصون غوښتنه کړې.
لاریونوالو پر پاکستان او طالبانو غږ کړی، چې د لارو د خلاصېدو په تړاو دې له خپل ضد تېر شي او خلک دې نور نه ځوروي. دوی وايي، د لارو د تړل پاتې کېدو له امله زرګونه کسان بېروزګاره شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د دوی کړاو به نور هم زیات شي.
لاریونوال وايي، د لارو تړل د هیڅ لوري په ګټه نهدی او پهکاره ده چې د خلاصون لپاره یې ټول پر اړوندو ادارو فشار راوړي. دا په داسې حال کې ده، چې نن د ۱۸مې ورځې لپاره هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي.
که څه هم وړاندې په تورخم او سپین بولدک کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د لارو د خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي؛ خو د پاکستان حکومت بیا اعلان کړی، چې تر بلې خبرتیا به ټولې لارې تړلې وي.
د راپورونو پربنسټ؛ د لارو د تړل کېدو له کبله دواړو پاکستان او افغانستان ته هره ورځ تر یو مېلیون ډالرو پورې زیان رسېږي او د لومړنیو توکو په بیو کې څو برابره زیاتوالی راغلی دی.
په ورته وخت کې د کرښې هاخوا د بلوچستان ایالت په چمن او همداراز په تورخم کې د سلګونه افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه هم خبرونه ورکړل شوي.
تمه کېده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترکیې په استانبول ښار کې د خپلمپنځي شخړو د حل لپاره د خبرو بریا او یوې هوکړې ته له رسېدو سره لارې خلاصې شوې وای؛ خو دغه خبرې هم بېپایلې پای ته ورسېدې او دا لا روښانه نهده، چې دغه لارې به تر کله پورې تړلې وي.

