په ۱۹۴۷ کې انګریزانو له هند او افغانستان څخه پربېلوکړای شویو خاورو یوه پوځي واکمنۍ جوړه کړه او نوم یې پرې کېښود پاکستان. له هندوستان څخه یې د بېلتانه لپاره دا توجیه وربرابره کړه، چې د هند مسلمانان حق لري بېل هېواد ولري.
هلته یې د کشمير لانجه ناحله پرېښوده، چې د نوي زېږېدلي پاکستان لپاره د پوځي ماهیت ورکولو نړۍواله پلمه جوړه شي او له افغانستان څخه بېلې کړای شوې خاوره یې ځکه په دې جعلي پوځي قشله کې ځای کړې، چې د شوروي په وړاندې یې د پانګوالې نړۍ په سنګر بدل کړي.
دویمه نړۍواله جګړه نوې پای ته رسېدلې وه او د لوېدیزې پانګوالې نړۍ په وړاندې کمونیستې شوروي د یوه ګواښ په توګه سر راپورته کاوه، شوروي چې مخ په جنوب راڅښېده، نو مخه یې د افغانستان په غرونو کې نیول کېدای شوه، ځکه خو د دې مهمې جبهې ترشا پاکستان ته پاملرنه کېده. د پاکستان لپاره د یو ځواکمن پوځ او استخباراتو جوړول اړین و، تر دې چې څو کاله د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو مشري او قومانده د انګریزانو په لاس کې وه، مانا د پاکستاني پوځ او پوځي استخباراتو مشران عملاً انګریزان وو. پاکستان ژر د سیاتو او سېنټو غړی شو او د سړې جګړې په اوج کې د امریکا، عربو او ټول شوروي ضد پکټ په یوه نازولي بدل شو. د شوروي په ضد د جنګولو لپاره یې ایډیولوژیک مراکز وپړسول شول، لسکونه مذهبي فرقې په کې جوړې شوې او دې ټولو مذهبي فرقو په کشمیر او افغانستان جګړو کې خپل پوځي کنډکونه لرل. په لسګونو زره مدرسې و معهدونه لګیاوو او ګوریلايي بنسټپالي(افراطي) جګړمار یې تولیدول، چې په هند او افغانستان کې وجنګول شي. پاکستان چې هغه مهال یې نږدې دوه سوه میلیونه نفوس لاره د همدې پوځي ټېکهداریو په اقتصاد روږدی شو، د جګړو په پیسو اټومي ځواک شو او زېربناوې یې د پوځیانو په ملکیت بدلې شوې. لوی کاروبار د پوځیانو یا د پوځ د سیاسي شریکانو په لاسونو کې و. د پنجاب له کرنیزو ځمکو رانیولې، تر عسکري میلونو، وسپنې ویلولو فابریکو، عسکري سېمینټو، زرګونو کالونیو او شتمنیو پورې ټول د پوځ ملکیتونه دي. هرکله به چې ملکي حکومت د پوځ ستراتیژیکو – اقتصادي ګټو یا سیاسي اقتدار ته ګوتې وروړې مارشالا به اعلان شوه او پوځ به واک په لاس کې واخیست. په پاکستان کې سیاسي ګوندونه تل د پوځ او استخباراتو په امر او حکم چلېدل.
پاکستان د پانګوالې نړۍ نازولی و. چین هم چې له شوروي سره مخالف و او د پاکستان په ګاونډ کې یې خپلې ګټې لرلې، د شوروي په وړاندې د ګاونډي سنګر په توګه له بلې خوا پر پاکستان مهربانه شو.
د شوروي تر سقوط پورې د پاکستان د بخت ستوری ځکه ځلېده، چې په جنوبي اسیا کې د شوروي ضد پانګوالې نړۍ نیابتي سنګر ګڼل کېده.
شوروي سقوط شوه او پر پاکستان نړۍواله مهرباني مخ په کمېدو وه، خو دا مهال په افغانستان کې کورنۍ جګړه نښتې وه او پاکستان روزلیو په کې واک چلاوه. دا مهال نو د افغانستان په شتمنیو د پاکستان چور ګډ شو او څه چې په افغانستان کې بودېدل پاکستان لکه زنځه وزبېښل، لا د افغانستان د هډوکو له شپېلولو وزګار نهو، چې د تروریزم په ضد د نړۍوالې جګړې نوې ډرامه پیل شوه او د پاکستان غوا بیا لنګه شوه. په افغانستان کې یې د یوې بلې جګړې ټېکه واخیسته او دا ځلې یې ماموریت دا و، چې هم نړۍوالو ځواکونو ته د اکمالاتو لاره ورکړي او هم د نړۍوالو ځواکونو په ضد جنګېدونکیو وسلوالو ته ځالې جوړې کړي. او د دغې ډرامې له دواړو اړخونو څخه ګټه واخلي. زړې مدرسې یې بیا ډکې کړې او د لوېدیځ وسلې او پیسې پرې راخوشې شوې. له دې جګړو څخه هدف دا و، چې پخواني پوځي او مذهبي اورپکي په نویو جوړښتونو کې د نیابتي ترهګرو ډلو په حیث وروزل شي او بیا په منځني ختیځ، منځنۍ اسیا، روسیه او نورو سیمو کې وجنګول شي. داعش او لسګونه نورې ډلې د همدغې ډرامې له لړمې څخه وزېږېدې. لړمه مې ځکه یاده کړه، چې وايي: د لړمې بچیان ترزېږېدا وروسته خپله مور خوري، د لړمې دغو نویو بچیانو د دې ترڅنګ چې پخوانۍ جهادي ډلې وخوړلې، خپله اصلي مور پاکستان یې هم په کراره پرېنهښوده او اوس چې د انګریز دغې زړې لړمې کوم بچیان زېږولي وو له دې څخه یې هم چیغې اېستلې دي. پاکستان په دې ټوله لوبه کې درې موخې پرمخ وړې. د هند پر وړاندې ترهګره لوبه، د افغانستان پر وړاندې ستراتيژيک عمق او فارورډ پالیسي (څښنده وړاندې راتلل) او په کور دننه د هر ډول مخالت ځپل.
خو داسې ښکاري، چې د روسیې او اوکراین له جګړې راپه دې خوا نړۍ بدله شوې او نورې په زړو ویالو کې اوبه نه بهېږي. پاکستان د خپل وجودي منطق له مخې هغه نازدانهګي او اهمیت نه لري، چې شپېته اویا کاله پخوا یې درلود. پاکستان له یوه فاسد سیستم او نږدې دوهنیم سوه میلیونه نفوس سره په میدان پاتې شو او پوځ یې چې اویا کاله یې پاکستان زبېښلی و، هم چې له بهره پیسې پرې بندې شوې، د پاکستانیو له وینو څخه یې زبېښاک پیل کړ، داسې زبېښاک چې په دغو ګټو یې خپلو کې هم شخړه پېښه شوه.
له تېرې یوې لسیزې څخه د پاکستان اقتصادي وضعیت راپرېوت او مفلس پاکستان له ټولې نړۍ پوروړی په میدان پاتې شو. د چین یو کمربند یوه لاره همداسې افسانه پاتې شوه، امنیتي پېښو او د بلوڅو سرمچارو یرغلونو چینایان وډار کړل. که څه هم پیاوړی پوځ، استخباراتي سیستم او انګریز جوړ کړي استبلېشمينټ یې لاهم د دغه جعلي هېواد د ساتنې لپاره مقاومت کوي، خو دا مقاومت پایښت نهشي لرلای، مګر دا چې کومه بله لویه نړۍواله حادثه پېښه شي او پاکستان د کومې بلې سیاسي مذهبي جګړې ټېکه واخلي.
پاکستان نه پخوا ملت درلود او نه یې اوس لري، د سړې جګړې پرمهال یې څلور لوی قومونه د نړۍ د پيسو او وسلو په زور ګواښل او تر پوځي ډار لاندې یې ساتل، چې اوس یې نور د ساتنې وس نه لري. بلوڅان خپلواکي غواړي، پښتانه ورسره جنګېږي، ګلګیټ بلټستان ناارامه دی، سېند فکر کوي چې دویمه درجه اهمیت لري، کشمیریان نور پوهېدلي چې بې له هند څخه نهرغېږي.
پاکستان له اقلیمي وچېدا سره هم مخ دی. که هند پر پاکستان د اوبو بهیر همداسې وچ وساتي او افغانستان د خپلو ختیځو آبي حوزو د مدیریت وس ومومي پاکستان له تندې سوزي.
پاکستان په خپل ټول تاریخ کې خپله تر ټولو خطرناکه وسله له لاسه وتلې ګڼي او هغه د دین په نامه په خپلو ګاونډیو کې د جګړو جوړول دي. داسې ښکاري چې د جهاد د فتوا مرکزیت اوس له پاکستان څخه افغانستان ورخپل کړی وي. پاکستان چې اوس پخپله د جهادي ډلو له جهاد سره مخامخ دی او هره ورځ یې خپله زېږولي مذهبي ډلې په ښارونو کې وحشتونه ورپنځوي، نهيوازې د افغانستان، بلکې حتی د هند پر وړاندې هم جهادي - مذهبي کارت کارولای نهشي، ځکه هغه هېواد چې تر ټولو سرسپارلي مجاهدین یې اوس د خپل پوځ او حکومت پر وړاندې جهادي مبارزه پرمخ وړي، څنګه کولای شي، بل هېواد ته مجاهدین وروزي؟
پاکستانیانو پخوا ویل: «موږ دوه اټومي ځواکونه لرو، لومړی؛ اټوم بم او دویم مذهبي – جهادي مدرسې او فتواوې.» پاکستان به ویل: «دا موږ یو چې پرېکړه کوو، د اسیا، بلکې د نړۍ په کوم ځای کې باید جهاد وشي. اوس د جهادونو د اعلان منبر پخپله د پاکستان په ضد کارول کېږي او پاکستان د دې ایډیولوژیک اټوم بم له زوره ډېر ښه خبر دی، ځکه خو یې له افغانستان سره د جګړې او مذاکرې چرګۍ توده کړې او له هر تربیون څخه چیغې وهي، سهار کابل ته راځغلي، غرمه دوحې ته مازیګر استانبول یا ریاض ته.
پر عمران خان تر پوځي کودتا او د هغه تر زنداني کېدو وروسته د پاکستان په ټول تاریخ کې لومړی ځل د دغه هېواد پوځ خپلو کې سره ووېشل شو، ویل کېږي، چې دغه وېش اصلاً پر ګټو او اقتصادي ملکیتونو دی، خو دوه نورې رېښې هم لري، لومړی یې د عمرانخان د تحریک انصاف او نورو پارټيو ترمنځ ناندرۍ دي او دویمه رېښه یې په نړۍوال سیاست کې له امریکا او چین سره د ستراتيژيکو مناسباتو جوړول دي. په پوځ، سیاستونو او ستراتیژيستانو کې صفونه سره بېل شوي دي، ځینې یې وايي، امریکا ښه انډیواله ده او نور یې وايي نه، چین د باور وړ دی. د لومړي ځل لپاره داسې ښکاري، چې چین او امریکا دواړو پاکستان ته ویلي، چې باید خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، ځکه: په سینه یو لالی ځاییږي...!
پاکستان چې د بلوڅو له بېلتونپالنې، د پښتنو له سراسري مخالفت او نورو لږکیو له خپګانه ځورېږي، خپل ملي روایت یې هم بایللی. هغه ملي روایت چې د هند پر وړاندې یې د کشمیر راخپلولو لپاره کاراوه.
بله ستونزه د دویم اټم بم ( ایډیولوژیک لښکر) فضله پاتې شونې دي. پاکستان په ټوله سړه جګړه کې د افراطي کولو او راډیکالیزم کارخانې وچلولې. په سلګونه افراطي وسله والې ډلې یې جوړې کړې. اسناد ښيي، چې په افغانستان، هند، چین، منځنۍ اسیا، منځني ختیځ په تېره عراق او سوریه، د افریقا شمال او نورو سیمو کې د ټولو دیني اورپکو لکۍ په پاکستان پورې غوټه وه. دغه ډلې او تنظیمونه هماغومره چې په نړۍ کې د پاکستان د ګټو لپاره جنګول کېدل یا یې جګړې پاکستان په ټېکه اخیستې، هماغومره یې د پاکستان په خاوره کې نوي نسلونه هم تر اغېز لاندې راوستل. ختم نبوت، شیعه – سني لانجي، تحریک لبیک، سلفي، پنجپیري، اهل سنت او الجماعت، مودودیان، صوفیان، دیوبندیان، احمدیان او طالبان ټول لګیا دي بس ټوپک چلوي او خلک وژني.
لوږه، وزګاري او د انرژۍ بحران یې لا سرباری.
پاکستاني سیاسي پارټیو خپله کارېزما بایللې، مسلملیک نور د شپېته یا اویا کلونو وړاندې مسلم لیګ نه دی، د خلکو پارټۍ یې بېمشره ده، نشنلیستې صوبايي پارټۍ له بدترین برخلیک سره مخامخ دي، ځکه نه پنجاب ته د منلو دي او نه یې خلکو ته.
عمران خان چې لا یو کاذبه کارېزما جوړه کړې وه، په زندان کې پروت دی. د پخوانیو میراثي پارټیو فوسیلونه په دې هېواد کې ثبات راوستلای نهشي.
ښايي لوستونکي به فکر کوي، چې نو په دومره ګډوډۍ کې څنګه لا دغه هېواد ژوندی پاتې دی؟ په دې کې شک نهشته چې پوځي استبلېشمېنټ لا د پاکستان یوازینی بنسټ دی، چې د خپلو ګټو او اقتدار ساتنې لپاره هېواد ساتي. پوځیان پوهېږي، چې د دوی وجود له پاکستان سره تړلی دی او که پاکستان نه وي، نو د دوی بېتخت و تاجه سلطنت به هم ړنګ شي، له بلې خوا نړۍوالې سیالۍ هم داسې دي، چې پاکستان لا تمه لري، چې دوی روزلې او ساتلې ترهګرې ډلې به د چا په ګټه په ټېکه واخیستل شي. له سعودي عربستان سره یې ستراتيژيک تړون له همداسې هڅو څخه وه او په شرمالشیخ کې خو یې ټرمپ ته د پاکستاني صدراعظم غواړهمالیو دونیا وشرموله. پاکستان لاهم د نړۍ د لویو سیالانو په ګټه په ټېکه ورکولو لپاره ډلې لري، خو مشکل یې دا دی، چې اوس یې په ګرم مارکېټ کې څوک نهاخلي.
یو بل بخت چې له پاکستان سره ملګری شوی، هغه په افغانستان کې د «ملي» مفهوم او «ملتپالنې» ځپل دي، چې همدا اوس یې له دې ناحیې غوږونه په کرار دي.
پاکستان اوس نه نړۍ ته نازولی پوځ لري، نه محراب، نه دا شعار چې : « پاکستان کا مطلب کیا؟ لا....»
دواړه اټومي وسلې (ایډیولوژیکې و فیزیکي) یې داسې دي، لکه تشې تومانچې چې هم خپله ترې ډارېږي او هم هغه څوک چې ورته نیولې یې دي. لکه هغه مینځه چې د غلامانو په مارکېټ کې خرڅلاو ته وړاندې شوې وي، که د ترهګرۍ په سینګار خرڅه شوه خو ښه او که نه په همدې مارکېټ کې به له لوږې ومري.
بلوڅان نور پرځای نه کینې او پښتانه که یوازې او یوازې د حورو لپاره د جنګېدو پرځای د وطن او ملت لپاره جګړې ته مخه کړي، نو د ګړنګ پرغاړه دغه ولاړ هیولا راپرېوتلی بویه.
