قزاقستان له افغانستان سره صنعتي همکاري پراخوي

۹ ساعتونه مخکې

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په افغان ـ قزاق فورم کې د دوو اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او وايي، د تېر کال په پر تله سږکال له قزاقستان نه افغانستان ته صادرات څو برابره ډېر شوي دي.

د قزاقستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعتي همکارۍ درېیمه غونډه او د افغان توکو ننداتون تېره ورځ د یاد هېواد په شېمکنټ کې پرانېستل شو او په یاد فورم کې له ۱۸۰ څخه ډېرو افغان سوداګرو او د دواړو هېوادونو لوړ پوړو استازو ګډون کړی و.

د یاد فورم د پرانېستې په مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ملي اقتصاد وزیر سیرک ژومنګرین ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ ۵۴۵،۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت سواګري شوې او د ۲۰۲۵ کال د جنوري او او اګسټ ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۳۵،۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، چې سږکال افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۲،۹ سلنه، د لمر ګلي غوړیو صادرات ۳،۱ سلنه او د تېلو صادرات هم دوه برابره ډېر شوي دي.

ژومنګرین زیاته کړې:«قزاقستان تمه لري چې سږکال افغانستان ته ۹،۶ میلیونه ټنه غنم صادر کړي او تمه لري، چې د اوړو، وریژو او بورې صادرات هم زیات کړي.»

په دغه غونډه کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له قزاقستان څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان په کرنه، انرژۍ، ترانسپورټ، کان کیندنه او ساختماني برخو کې هم پانګونه زیاته کړي.

د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی، چې د یاد فورم پرمهال طالب او قزاق چارواکو د قزاقستان ـ افغانستان ـ پاکستان د ترانزیټي لارې د‌پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو