قرغیزستان وايي چې طالبان د دوی صادراتي توکي په اسانۍ مني

۱۰ ساعتونه مخکې

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، هېواد یې د افغانستان له بازار سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅه کوي او د افغانستان د شمال وضعیت یې د قرغیزستان د نولسمې لسیزې د ازاد بازار له پړاو سره تشبیه کړی چې توکي په اسانۍ مني.

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ لومړي مرستیال وزیر چورو سیییتوف، د«قرغیز ټرانس لوژستیک– ۲۰۲۵ نندارتون» د غونډې پر مهال ویلي، چې قرغیزستان د افغانستان بازار ته د لاسرسي او صادراتو د پراختیا امکانات ارزوي.

نوموړي ویلي، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ترمز په ښار کې یو ګډ سوداګریز مرکز فعال دی، چې د قرغیزستان، ازبکستان، تاجکستان، افغانستان او روسیې سوداګر پکې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کوي.

سیییتوف زیاته کړې:«هغه توکي چې دې مرکز ته راوړل کېږي، په چټکۍ سره خرڅېږي، ځکه د افغانستان بازار د مصرف اصلي مرکز دی، اوس د افغانستان حکومت د محصولاتو لپاره د تصدیق سخت قوانین نه لري، لکه څنګه چې په ۱۹۹۰ کال کې وو، هر څه به واردېدل، هیڅ نه‌چک کېدل، اوس افغانستان یو څه له هغه وضعیت پورته دی، خو بیا هم هر ډول توکي، لکه ساختماني مواد، سیمنټ، ښیښه او نور په اسانۍ منل کېږي.»
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان بازار د قرغیزستاني تولیدوونکو او لوژستیکي شرکتونو لپاره د پام وړ فرصتونه لري.

همدا ډول د «قرغیز اېکسپورټ» مرکز رییس، اورمات تکیروف، هم ویلي چې د قرغیزستان د سوداګرو د یوه رسمي پلاوي د سفر پلان افغانستان ته تر کار لاندې دی.

د یاد هېواد د اقتصاد وزارت چارواکو ویلي، قرغیزستان غواړي د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي همکاریو له لارې د خپلو صادراتو کچه لوړه کړي او د افغانستان له روان ثبات څخه په اقتصادي ډول ګټه واخلي.

نور خبرونه

رادیو