د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري د زندانونو د تربیت او اصلاح په موخه د ترکیې په ۲۷نړیوال کنفرانس (ICPA) کې ګډون کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې یاد کنفرانس د اکټوبر په ۲۶مه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دې نړیوال کنفرانس کې د ۸۵ هېوادونو استازي او د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو غړي ګډون لري.
د راپور له مخې، د کنفرانس ګډونوال د زندانونو د اصلاح او عصري کولو، د بندیانو د روزنې او زدهکړې، او د زندانونو د کارکوونکو د مسلکي پرمختګ او اسانتیاوو په اړه خپل نظریات او تجربې تبادله کوي.
مولوي محمد یوسف مستري د کنفرانس پر مهال ویلي، چې دا ډول نړیوالې غونډې د تجربو د شریکولو او د عصري اصلاحاتي میتودونو د زده کولو لپاره یو مهم فرصت برابروي، چې د افغانستان د زندانونو په اصلاح او پرمختګ کې به اغیزناک رول ولري.

