د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د طالبانو لومړۍ حوزې پولیسو د یولړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یوې ښځې په ګډون ۲ پاکستاني وګړي د غلا په تور نیولي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چهارشنبه (د لړم ۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه غلو د افغانستان په څو ولایتونو کې ځنځیري غلاوې کړې دي.
یاد وزارت وایي، دغه دوو کسانو په بغلان، پروان او کابل ولایتونو کې له زرګرانو څخه سره زر او له یوه صراف څخه پېسې غلا کړې دي. د یاد وزارت په وینا؛ له دوی سره څه اندازه غلا شوې پيسې او سره زر د طالبانو لاس ته ورغلي او د دوی د شبکې د نورو غړو او غلا شویو توکو د موندلو هڅې روانې دي.

