د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په ترکیه کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي په اړه ویلي، چې له لومړۍ ورځې یې احساس کاوه، چې د خبرو واک او پرېکړه د کابل (طالبانو) په لاس کې نه ده. طالبان بیا وایي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.
هغه وویل: «په دې کې شک نشته چې هغوی (طالبان) د هند سیمه ییزه نیابتي جګړه پیل کړې ده.» او زیاته یې کړه، چې کله به د هوکړې ترسره کېدو ته نږدې رسېدل، نو د کابل سره تر اړیکې وروسته به بیا خبرې تعلیق شوې. «پنځه یا شپږ ځله هوکړه شوې وه، خو کله چې د طالبانو پلاوي له کابل سره اړیکه وکړه، نو دوی بېرته راغلل او ناتواني يې وښوده.»
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د طالبانو لوری بیا ادعا کوي چې پاکستاني پلاوی د پرېکړې واک نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.
د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، چې د طالبانو له پلاوي سره خواخوږي لري، چې ډېره هڅه یې کړې ده، خو په کابل کې ناست طالبان د ده په وینا له نوي ډیلي کنټرولېږي.
هغه همداراز ویلي، چې طالبان په ټول افغانستان بشپړ واک نه لري او د یوې ډلې له خوا په ورکړل شویو تضمینونو څومره باور کېدای شي.
بلخوا، د خواجه اصف له څرګندونو سره هممهاله د طالبانو څو لوړپوړو چارواکو له پاکستان سره له خبرو د ماتېدو په صورت کې خپل سخت غبرګونونه څرګند کړي او پاکستان ته یې د «سبق ورکولو» ګواښونه کړي دي. د طالبانو ویاند او د کورنیو چارو معین نبی عمري هم ویلي چې هڅې روانې دي، تر څو پر طالبانو جګړه تحمیل شي او دوی د بشپړې جګړې لپاره چمتو دي.

