د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دې ډلې پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي ، پاکستان د ترکیې په استانبول ښار کې مذاکرات ناکام کړل او میدان یې پرېښود. خو نوموړی زیاتوي چې دوی به بالاخره مذاکراتو ته بیرته راګرځي.
نن سې شنبه (د لړم ۶مه) رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې بېپایلې پای ته رسېدلې دي.
که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نهدي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې دواړه خواوې د اوږدمهاله اوربند پر سر هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.
د پاکستان حکومت او طالبانو لاتر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.

