شننه

ایا وخت یې نه دی چې طالبان ملي اجماع را وغواړي؟

۲ ورځې مخکې

په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ خبرې تر اوسه بې نتیجې دي او د خبرو له فضا نه د دواړو خواوو روایت متفاوت او تاوتریخجن دی.

د پاکستان اصلي غوښتنه د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو د حضور په تړاو ده، خو طالبان د ټي ټي پي مدیریت د اسلام اباد داخلي مساله بولي.

د طالبانو حکومت له یوې خوا د کورني مشروعیت له نشتوالي، نړیوالې انزوا او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او له بلې خوا د ګاونډي پاکستان له فشارونو او د جنګیالیو ډلو د کوربه توب له تورونو سره مخ دی.

د ترکیې د وروستیو خبرو اترو فضا د دواړو خواوو تر منځ د ستونزو ژورتیا او بحران لا روښانه کوي. په دغو خبرو اترو کې تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی او د خبرو فضا له بې‌باورۍ او لفظي تاوتریخوالي ډکه بلل شوې ده.

د پاکستان دفاع وزیر په تکرار سره ویلي، چې که دا ثابته شي چې د پاکستان پر خاوره بریدګر له افغانستان څخه ورغلي، نو پوځ به د تېر په څېر له هوايي بریدونو کار واخلي.

دا څرګندونې د افغانستان د هوايي حریم د نقض د تکرار په معنا دي، چې په ځواب کې ښایي طالبان هم متقابل اقدام وکړي. په دې توګه ناامنۍ نه یوازې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاتې کیږي، بلکې جغرافیا یې پراخیږي، چې د دواړو هېوادونو لپاره ناوړه پایلې درلودای شي.

د افغان طالبانو دریځ دا دی، چې د ټي ټي پي موضوع د پاکستان داخلي مساله ده او باید یې خپله مدیریت کړي. نه طالبان پاکستانۍ ډلې د ترهګرو په توګه پېژني او نه هم د ترهګرۍ پر هغو تعریفونو باور لري، چې اسلام اباد یا نړیوال سازمانونه او هېوادونه یې وړاندې کوي.

پاکستان، چې پخوا یې د جمهوري نظام پر وړاندې د سخت دریځو طالبانو ملاتړ کاوه، اوس د خپلو سیاستونو د پایلو بیه ور کوي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تمه لرله چې د پاکستان د پوځي مشرتابه په بدلېدو سره، له ټي ټي پي سره د ۲۰۲۰ کال د سولې خبرې بېرته راژوندۍ شي، خو د عاصم منیر د کاري دورې په غځېدو سره یې دا تمه اوس شلېدلې ده.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي بریدونه ورځ تر بلې ډېریږي او د پاکستان پوځ یې له ۲۰۲۲ کال راهیسې له بې مخینې ننګونو سره مخ کړی. د پاکستان پوځ د عاصم منیر تر مشرۍ لاندې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو پالیسي ترک کړې او پر ځای یې نظامي فشار ته مخه کړې ده. پر کابل او پکتیکا له وروستیو بریدونو ښکاري چې ددې فشار په دایره کې یې افغان طالبان هم شامل کړي دي. ظاهرا د هغه په باور، خبرې د پوځ دریځ کمزوری کوي او وسله والې ډلې باید د زور او فشار له لارې له منځه یووړل شي او یا له جګړې لاس اخېستلو ته اړې شي.

په اسلام‌اباد کې ملکي حکومت د ای ایم ایف تر بارونو لاندې دی، پارلمان او حکومت د پوځ د سیاستونو تر اغیز لاندې دي او سیاسي ثبات یې هم نازک دی. په پاکستان کې د بهرنیو شخړو په تړاو دا تحلیل غالب وي، چې واکمنې ادارې غواړي عامه ذهنیت له کورنیو ناورینونو نه د بهرني ګواښ پر لور منحرف کړي، خو د ټي ټي پي وروستيو عملیاتو له دې تحلیل نه بهر، د پاکستان ثبات ننګولی دی.

په افغانستان کې بیا د وضعیت تصویر بېل دی. د طالبانو نظام له داخلي بې‌باورۍ، د خلکو نارضایتۍ او د نړیوالې انزوا له ستونزو سره مخ دی. د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز دوام د طالبانو د مشروعیت بنسټونه له منځه وړي او د سیاسي مشارکت او ملي اجماع د نشتوالي له امله ملت له حکومت څخه واټن اخیستی. دې حالت طالبان له دننه کمزوري کړي او له بهره د فشار پر وړاندې ډېر اسیب پذیره دي.

اسلام‌اباد دا خلا په ښه توګه درک کړې ده او هڅه کوي له همدې ضعف څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي.

په سیمه ییز او نړیوال ډګر کې هم د پاکستان نریټیف برلاسی ښکاري. هغه انځور چې اسلام‌اباد وړاندې کوي ، یانې دا چې افغانستان یو ځل بیا د جنګیالیو د پټنځای په توګه کارول کېږي، د طالبانو د ناسمو سیاستونو او نامشروع حیثیت له امله ورځ تر بلې تقویه کېږي. دا تصور د طالبانو لپاره خطرناک دی، ځکه نړیوال ملاتړ یې لا کمزوری کیږي او افغانستان ورسره بدنامه کیږي.

په دې شرایطو کې دواړه هېوادونه د متقابل اعتماد له ژور بحران سره مخ دي. پاکستان د امنیتي فشار او ګواښ سیاست تعقیبوي، خو له خپلو کورنیو ستونزو نا‌خبره دی، یا ځان یې ناګاره اچولی. طالبان بیا د ایډیولوژیک پیوستون او سیاسي انزوا تر منځ بند پاتې دي. نه د اقتصادي ستونزو حل لارې لري او نه د مشروع سیاسي ملاتړ لپاره یوه روښانه نقشه.

د دې کړکېچ د حل یوازینۍ عملي لاره د واقعیتونو منل دي. طالبان باید درک کړي چې د ملت له ګډون پرته یې دادارې بقا ممکنه نه ده. د ښځو پر تعلیم او کار د بندیز دوام، د سیاسي مخالفینو ټکول، ورځ تر بلې ډېرېدونکي محدودیتونه او پر هر څه د یوې ډلې انحصار یوازې د داخلي مقاومت او بغاوت د اور لمبې زیاتولای شي.

طالبانو ته په کار ده، چې صادقانه ملي اجماع را وغواړي، د خلکو پرمخ دروازې پرانیزي، د سیاسي او مدني مشارکت فضا رامنځته کړي او په خپلو سیاستونو کې د تغییر له لارې له ملت سره د اعتماد اړیکه جوړه کړي.

له بلې خوا، پاکستان باید درک کړي چې له افغانستان سره د زور ژبه د سیمه‌یز ثبات لپاره د زهرو مثال لري. هوایي بریدونه، ګواښونه، او خپل مسوولیتونه د نورو پر اوږو بارول نه یوازې دا، چې ستونزې نه شي اوارولای، بلکې د شخړو لمن ورسره پراخېدای شي.

اسلام‌اباد باید د خپلې ۴۰ کلنې استخباراتي پالیسۍ پر تېروتنو اعتراف وکړي، افغانستان د خپلو ژورو سیاستونو د جغرافیې پرځای، خپل برابر ګاونډی ومني او د خپلو سیاستونو په تغییرولو سره د اړیکو او همکاریو یوه نوي فصل ته لاره پرانیزي، چې د دواړو ملتونو ثبات او پرمختګ او د ډلو ټپلو پرځای دولت-دولت اړیکې پکې تضمین وي.

نور خبرونه

رادیو