زلمی خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې راڅرګند شوی دی، خو دا ځل نه د رسمي استازي په توګه، بلکې د یوه ځان ښودونکي منځګړي په بڼه چې د طالبانو او بهرنیو ګټو ترمنځ راشه درشه کوي. د هغه وروستۍ کړنې د ډيپلوماسۍ، شخصي لابيګرۍ او د بایللي شهرت د بیا رغولو ترمنځ کرښې تتې کړې دي.
څو ورځې وړاندې، خلیلزاد کابل ته یو غیر رسمي سفر وکړ. خو هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خوا په پوره رسمي پروتوکول سره هرکلی وشو، هغه ډول هرکلی چې عموماً د رسمي استازو لپاره ترسره کېږي.
د یوه نامشروع نظام لخوا دد یوه غیر رسمي امریکايي ډېپلوماټدغه رسمي هرکلې پرته له دې چې وښيي د دوحې تړون لا هم اغیزه لريیا ددغې ډلې سپناوی وکړي نور څه معنا لري؟
نن خلیلزاد افغانستان کې د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د سعودي عربستان د دلتا انټرنېشنل کمپنۍ له اجراییوي رییس شهیر الطقي ترمنځ په یوه ګډه ناسته کې راښکاره شو. دا غونډه د تېلو، ګازو او انرژۍ په برخه کې پر پانګونو متمرکزه وه او د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډې (ټاپي) پروژه کې د سعودي احتمالي ونډې په اړه بحثونه هم پکې شامل وو. طالبانو او دلتا انټرنېشنل دا نه ده روښانه کړې، چې خلیلزاد ولې په دې غونډه کې و او په کوم حیثیت یې ګډون کړی و.
دا ګډون تصادفي نه دی. خلیلزاد د سیمه ییزېانرژۍ پروژو په برخه کې اوږد تاریخ لري. په ۱۹۹۰کلونو کې هغه د یونیکال (Unocal) شرکت د سلاکار په توګه کار کاوه او د افغانستان له لارې د ګازو د اخیستو په لومړني پلان، چې د سنت ګاز (Cent Gas) کنسرسیوم په نوم یادېږي، مشورې ورکولې. په دې پروژه کې د سعودي دلتا اویل شرکت هم شامل و، هغه شرکت چې نن ورځ د دلتا انټرنېشنل د لومړنۍ نسخې په توګه پېژندل کېږي. که څه هم هېڅ مستقیمه تجارتي اړیکه یې نه ده تایید شوې، خو د شبکو دا همغږي حیرانوونکې ده،درې لسیزې وروسته، هماغه خلیجي تجارتي شبکه بیا په کابل کې فعاله شوې او خلیلزاد یو ځل بیا منځګړی دی.
په یوه مجلس کې چې ولسمشر غني او ما خبرې اترې کولې او د هغه دا خبرې په یوه پودکاست کې هم خپرېشوې او ثبت شوې دي، هغه په واضح ډول وویل چې زلمي خلیلزاد د مذاکراتو او سیمه ییزو پروژو، په ځانګړې توګه د ګازو او انرژۍ په برخوکې د خاصو امریکايي او سیمه ییزو شخصیتونو سره په اړیکه کې و.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې خلیلزاد او د هغه یو شمېر امریکايي سلاکارانو هڅه کوله چې د ټاپي پروژې د بیا راژوندي کولو او د پاکستان د ملاتړ په جلبولو سره یو اقتصادي او سیاسي چوکاټ رامنځته کړي، چې طالبان د سیمې د یوه باثباته ځواک په توګه وښيي او د منځنۍ اسیا د انرژۍ لاره سویلياسیا ته پرانیزي.
ولسمشر ښکاره وویل، چې دا پلان په حقیقت کې د افغانستان د ملي ګټو او خپلواکۍ سره په ټکر کې و.
یو ځل بیا، په داسې حال کې چې طالبان هره ورځ د دې هېواد د هر فرد، په ځانګړي توګه د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، په هر ولایت کې شکنجې شته، خلیلزاد عملاً پر دې ټولو واقعیتونو سترګې پټې کړې دي. هغه د قربانیانو او غیر طالب قوتونو د غږ سره د همغږۍ پر ځای، هڅه کوي د یوه داسې رژیم سره همکاري وکړي او هره ورځ مرسته ورسره کوي چې ملي او نړیوال مشروعیت نه لري.
د خلیلزاد دا هڅه ډېره روښانه ده چې غواړي، هغه تړون چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شو، په حقیقت کې یوه بریا وښيي او دې تړون چې افغانستان ته یې باید سوله راوستې وای، هېواد یې د سقوط پر لور سوق کړ او له نړیوالې انزوا سره یې مخ کړ.
تر دې هم بدتر دا چې هغه اوس په غیر رسمي توګه د طالبانو د مدافع او لابیګر په توګه عملاً کار کوي؛ د پټو غونډو او خبرو اترو له لارې د هغوی رژیم ته مشروعیت ورکوي او په شخصي کچه هېوادونه او پانګه وال د طالبانو سره تعامل ته هڅوي. پر ځای د دې چې د خپلې ناکامۍ نه زده کړه وکړي، داسې ښکاري چې هغه هوډ کړیچې دا ناکامي توجیه کړي او دا نوره کومه ډيپلوماسي هم نه ده، بلکې د غرور په جامه کې تعامل دی.
بل دا چېخلیلزاد لا هم فکر کوي،کابل مېشتي طالبان چې په ځانګړې توګه حقاني شبکه پکې راځي، د «ښو طالبانو» په ډله کې راولي او اصلي ستونزه د کندهار مشران ګڼي،هغه فکر کوي، چې حقاني شبکه اصلاحات هم راوستلی شي. دا باور د خلیلزاد نږدې ملګري او ځینو رسنیو له خوا پیاوړی کېږي، خو د افغانانو لپاره دا هېڅ فرق نه لري او طالب یو وجود ګڼي. ظالم، ظالم دی، که پر کابل وي که پر کندهار.
که خلیلزاد واقعاً د افغانستان پر راتلونکيباور لري، نو باید خپل نفوذ او لاسرسی نه د طالبانو د ملاتړ لپاره یا د انرژۍ بازار ته د بیا راستنېدو لپاره، بلکې د یوه ملي او ټولګډونه بهیر د رامنځته کولو لپاره وکاروي، هغه بهیر چې طالبان او غیر طالبان د حقونو، استازیتوب او نړیوال اعتبار په چوکاټ کې یو ځای کړي.
افغانستان پټو غونډو، شخصي تړونونو یا سمبولیک نمایشونو ته اړتیا نه لري. زموږ هېواد صداقت ته اړتیا لري او هغو مشرانو ته اړتیا لري چې دا جرات ولري چې ووایي: «موږ تېروتنه وکړه او باید ښه کار وکړو.»
د دې خاورې بیا رغونه ناکام تړنونونه او زړې نل لیکې نه شي کولای. افغانستان هغه وخت بیا جوړېږي چې نارینه او ښځې، طالبان او غیر طالبان یو ځای او په شفافه توګه کار وکړي ترڅو هغه پخواني ټپونه ترمیم او ورغول شي. ځکه تاریخ به دا په حافظه کې ونه ساتي، چې څوک پر حق وو، دا به په یاد ولري، چې چا د بدلون او جوړولو جرات درلود.
